ads

نورستاني: د ټاکنو لپاره سوله اړينه ده

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون چارواكي وايي، د رڼو ټاكنو د ترسره كولو لپاره د سولې ټينګښت اړين دى او په اوسنيو شرايطو كې بايد له سولې ټينګ ملاتړ وشي.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
نورستاني: د ټاکنو لپاره سوله اړينه ده

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون چارواكي وايي، د رڼو ټاكنو د ترسره كولو لپاره د سولې ټينګښت اړين دى او په اوسنيو شرايطو كې بايد له سولې ټينګ ملاتړ وشي.
د دغه كمېسيون رئيسې حوا علم نورستاني د يكشنبې په ورځ په ټاكنو كې د ښځو د ګډون په تړاو د همغږۍ په هدف په جوړه شوې غونډه كې وويل، سوله او ټاكنې دواړه ملي پروسې دي او يوه له بلې سره تړاو لري او د ټاكنو لپاره سوله او د سولې لپاره د هېواد د مشرتابه وړ ټاكنه اړينه ده.
د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مشره په ورته وخت كې وايي، د احصائيې له مركزي ادارې سره په دې هوكړې ته رسېدلي چې په راتلونكو ټاكنو كې به بايومېټريك د پخوا په څېر ستونزې نه لري او په خبره يې په راتلونكو ټاكنو كې به له بايوميټريك څخه په انلاين توګه ګټه واخيستل شي چې په يوه يا دوو ورځو كې به يې پايلې هم اعلان كړي.
بلخوا د ټاكنو د خپلواك كمېسيون كمېشنره رحيمه ظريفي وايي، د روان كال په تلې مياشت كې د وخت د كموالي له كبله به د جمهوري رياست له ټاكنو سره د ولسواليو شوراګانو ټاكنې ترسره نه شي.
په همدې حال كې د رڼو ټاكنو بنسټ يا ټيفا وياند بريالى حقجو وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون بايد په عمل كې ولس ته وښيي چې رڼې ټاكنې په خپل وخت ترسره كولاى شي.
دا په داسې حال كې ده چې ټاكل شوې د روان كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو او په غزني كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA