ads

قاسميار: د سولې لپاره په هېواد كې ملي هوكړه او باور جوړونه نشته

د سولې عالي شورا وايي، په هېواد كې د ملي هوكړې او باور جوړونې د نه شتون له كبله تر دې دمه د قطر د پايتخت دوحې په غونډه كې ګډون كوونكى پلاوى جوړ شوى نه دى.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
قاسميار: د سولې لپاره په هېواد كې ملي هوكړه او باور جوړونه نشته

د سولې عالي شورا وايي، په هېواد كې د ملي هوكړې او باور جوړونې د نه شتون له كبله تر دې دمه د قطر د پايتخت دوحې په غونډه كې ګډون كوونكى پلاوى جوړ شوى نه دى.
د دغې شورا غړي محمد اسماعيل قاسميار نن د شخړې د حل او سولې په علمي بحث كې وويل، سولې ته د رسېدو لپاره بايد شخصي او ډله ييزې ګټې په پام كې ونه نيول شي.
د نوموړي په خبره، د سيمې هېوادونه د خپلو ستراتېژيكو هدفونو د پلي كولو لپاره په افغانستان كې د جګړې دوام په خپله ګټه بولي.
ټاكل شوې څو ورځې وروسته په دوحه كې د افغان حكومت او سياسيونو ګډ پلاوى له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې وكړي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA