ads

دراني: تېر كال په هېواد كې څه باندې ۱۶ ټنه زعفران توليد شوي

د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير نصير احمد درانى وايي، په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په هېواد كې ۱۶ ټنه او ۳۲ كيلو ګرامه زعفران توليد شوي دي.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
دراني: تېر كال په هېواد كې څه باندې ۱۶ ټنه زعفران توليد شوي

د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير نصير احمد درانى وايي، په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په هېواد كې ۱۶ ټنه او ۳۲ كيلو ګرامه زعفران توليد شوي دي.
ده نن ملت ته د حكومت د حساب وركولو په غونډه كې وويل، له افغانستانه د لومړي ځل لپاره تركمنستان ته د چرګانو د دانې او چين ته په نړيوالو معيارونو د ۱۶۰۰ ټنه جلغوزو صادرېدل، په تېر لمريز كال كې د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه وو.
دراني په هېواد كې د اوبو رسولو د ۳۴۴ شبكو جوړول، له قطره يي اوبه كولو د استفادې لارښوونه، د سولري او لمريزې برېښنا په وسيله د ځمكو اوبه كول، په ۶۵۰۰ هكټاره ځمكه كې د پستې او چهار مغزو باغونه جوړول، په پكتيا، پكتيكا او خوست ولايتونو كې د شپږ اعشاريه څلور ميليونه نيالګيو توليدول او ځينې نور فعاليتونه د ياد وزارت د روان ۱۳۹۸يم لمريز كال پلانونه ياد كړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA