ads

خليلزاد: د تاوتریخوالي د کمېدو يواځينۍ لار اوربند دی

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، هېواد يې پر افغانانو جګړه تحميل كړې نه ده، بلكې افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې په جګړې كې ښكېل دى.

نویسنده: mayar
26 وری 1398
خليلزاد: د تاوتریخوالي د کمېدو يواځينۍ لار اوربند دی

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، هېواد يې پر افغانانو جګړه تحميل كړې نه ده، بلكې افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې په جګړې كې ښكېل دى.
نوموړي نن سهار پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د افغانستان په جګړې كې لسګونو زرو ملكي وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى، خو افغانان اوس د جګړې د دوام پر ځاى د يوې نوې لارې په لټه كې دي او د تاوتريخوالي د درولو لپاره يوازينۍ لار پر اوربند هوكړه ده.
خليلزاد ويلي، د افغانستان خلك د يوه جامع اوربند او تلپاتې سولې حقه غوښتنه لري او ټول لوري بايد له تاوتريخوالي لاس واخلي او پر ځاى يې بين الافغاني مذاكراتو ته داخل شي، چې په روان كال كې د جګړې د پاى ته رسولو په هدف د لارې د يوې نقشې د رامنځته كېدو سبب وګرځي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زياته كړې، د مذاكراتو په مهال يې د تاوتريخوالي د كمولو لپاره لارې وړانديز كړي، خو طالبانو د هغو په ردولو سره تاوتريخوالي ته دوام وركړى دى.
بايد وويل شي، چې د سولې له خبرو سره هممهاله طالبانو تېره جمعه د الفتح په نوم خپل پسرلني عمليات اعلان كړل، چې له توند كورني او بهرني غبرګون سره مخ شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA