ads

ارګ: عبدالله د سولې د مشورتي جرګې په اړه خپلې اندېښنې له جمهور رئيس سره نه دي شريکې کړې

ارګ د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيز ټيم د نه ګډون د اعلان په غبرګون كې وايي، دې ټيم تراوسه د يادې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او شكايتونه له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره شريك كړي نه دي.

نویسنده: mayar
26 وری 1398

د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، ټاكل شوې جمهور رئيس غني په دې تړاو له عبدالله سره وګوري او د اندېښنو له اورېدو وروسته به يې مناسب تصميمونه ونيول شي.
د ثبات او همپالنې ټاكنيز ټيم د يكشنبې په ورځ كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د سولې مشورتي لويه جرګه، چې ټاكل شوې د راتلونكې غويي مياشتې په نهمه نېټه پيل شي، د هېواد د اوسنيو ستونزو د حل لپاره بې اغېزې بللې او ويلي يې دي، چې په كې ګډون نه كوي.
مخكې د ملي امنيت د پخواني سلاكار محمد حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او برابرۍ ټاكنيز ټيم هم دا جرګه د حكومت سفارش بللى و او په وينا يې، په اړه يې له مطرحو سياسي، ملي او ولسي جريانونو سره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA