ads

د فيفا مشر په فوټبال كې د توكمپالنې پر له منځه وړلو ټينګار وکړ

د فوټبال د نړيوال فدراسيون يا فيفا رئيس په لوبو كې د توكمپالنې د ځپلو غوښتنه كړې ده.

نویسنده: mayar
25 وری 1398
د فيفا مشر په فوټبال كې د توكمپالنې پر له منځه وړلو ټينګار وکړ

د فوټبال د نړيوال فدراسيون يا فيفا رئيس په لوبو كې د توكمپالنې د ځپلو غوښتنه كړې ده.
جاني اينفانټينو د شنبې په ورځ له لوبڅارانو غوښتي، چې په بدو حالتونو كې لوبې پرېږدي.
د نوموړي په خبره، توكمپالنه په فوټبال كې ځاى نه لري او سرغړوونكي به له درنو بنديزونو سره مخ شي.
دا اقدام له څو خبر جوړوونكو پېښو وروسته شوى دى.
تر دې يوه ورځ وړاندې د فرانسې د فوټبال ليګ لوبه د لنډ وخت لپاره ودرول شوه، ځكه چې د اميا لوبډلې لوبډلمشر پرينس ګوانو د توكم پرستانه ښكنځلو هدف وګرځېد.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA