ads

کليمزی: د غزني امنيت ښه کېږي

د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، امنيتي ځواكونه د وسله والو طالبانو د هر ډول خوځښتونو د مخنيوي لپاره هراړخيز تدابير تر لاس لاندې لري او د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره هراړخيز پلان جوړ شوى او د پلي كېدو په حال كې دى.

نویسنده: mayar
25 وری 1398
کليمزی: د غزني امنيت ښه کېږي

د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، امنيتي ځواكونه د وسله والو طالبانو د هر ډول خوځښتونو د مخنيوي لپاره هراړخيز تدابير تر لاس لاندې لري او د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره هراړخيز پلان جوړ شوى او د پلي كېدو په حال كې دى.
كليمزى د غزني اوسېدونكو ته د ښه امنيتي حالت ډاډ وركوي او زياتوي، طالبان د جګړې په ډګرونو كې تر درنو تلفاتو اوښتو او پرله پسې ماتو وروسته د خپلو كسانو د روحيې لوړولو او د عامه ذهنونو د ګډوډلو لپاره پر تبليغاتو لاس پورې كوي.
د هغه په وينا، غزني ته درې كنډكه تازه دمي سرتېري رسېدلي او همدارنګه د دې ولايت په فضا كې هوايي ځواكونه او بې پيلوټه الوتكې په دوامداره توګه حضور لري.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د طالبانو په لاس د غزني ښار د بياځلي سقوط اندېښنې زياتې شوې دي.
تېر كال دغې ډلې د څو ورځو لپاره د غزني ښار پر ځينو برخو كنټرول درلود، چې د امنيتي چارواكو په خبره، تر درنو تلفاتو اوښتو وروسته يې دا ښار پرېښود.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA