امنيتي مسوولين وايي، د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو چاودنې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد كليد ته وويل، تېر ماښام شاوخوا اووه بجې لومړى د نهمې امنيتي حوزې قراول ته څېرمه د غږيز بم چاودنه وشوه او سيمې ته د امنيتي ټيم تر رسېدو وروسته په يوه پلچك كې د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي توكي وچاودل.
د ده په وينا، په دوهمه پېښه كې يو پوليس وژل شوى او درې تنه نور ټپيان دي.
خو د كورنيو چارو وزارت ويلي، په ياده سيمه كې نامعلومو كسانو پر يوې عرادې امنيتي واسطې د دوو لاسي بمونو بريد كړى، چې له كبله يې يو تن وژل شوى او شپږ نور ژوبل دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


