د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، په دې ولايت كې د کوکنارو کښت د تېر كال په پرتله سږ كال ۵۰ فيصده را ټيټ شوى دى.
نوموړى زياتوي، د ننګرهار په ۱۱ ولسواليو كې د كوكنارو اړولو كمپاين روان دى، چې په ترڅ كې يې سلګونه هكټاره ځمكه د كوكنارو له كښته پاكه شوې ده.
د مياخېل په خبره، تېر كال په ننګرهار كې پر ۱۸ زره هکټاره ځمکې كوكنار كرل شوي وو، خو سږ كال په كې ۵۰ فيصده كموالى راغلى، چې علت يې په لرو پرتو سيمو کې د حکومت د حاکميت ساحې پراخوالى دى.
د ننګرهار ولايتي اداره پلان لري، چې راتلونكى كال تر كښت وړاندې د كوكنارو د كر مخه ونيسي.
ځايي چارواكي له كروندګرو غواړي، چې په خپلو ځمكو كې د كوكنارو پر ځاى حلال فصلونه وكري.


