په بلخ كې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته كې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره نيمه شپه د چمتال ولسوالۍ پر اسياب خان او اسياب ګرګ كليو بريد وكړ، خو د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شو.