ads

مصر له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی وښود

په كابل كې د مصر سفير هاني صلاح وايي، هېواد يې چمتو دى، چې په امنيتي، لوړو زده کړو، اسلامي او فرهنګي زده کړو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نویسنده: mayar
25 وری 1398
مصر له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی وښود

په كابل كې د مصر سفير هاني صلاح وايي، هېواد يې چمتو دى، چې په امنيتي، لوړو زده کړو، اسلامي او فرهنګي زده کړو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د افغانستان د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، محب په افغانستان کې د افراطيت او تاوتريخوالي په كمولو او مهارولو كې د مصر رول ګټور ياد كړ او له افغان ځوانانو سره يې د زده کړو په برخه کې د دغه هېواد همکاري وستايله.
سرچينه وايي، دواړه چارواكي په افغانستان كې د تاوتريخوالي او افراطيت د له منځه وړلو پر څرنګوالي وغږېدل او په كابل كې د مصر سفير له افغانستان سره د خپل هېواد د اوږدمهاله مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA