ads

سيګار: په افغانستان كې د نشه يي توكو په ضد د مبارزې پروګرام ګټور نه و

په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار بنسټ يا سيګار وايي، په دغه هېواد كې د نشه يي توكو په ضد د متحدو ايالتونو د مبارزې پروګرام ګټور نه و او په تېره يوه نيمه لسيزه كې پر ګډو هڅو سربېره هم په كې كوكنار كرل كېږي.

نویسنده: mayar
25 وری 1398

د سيګار مشر جان سوپكو د امريكا د سنا جرګې د ملي امنيت كمېټې په استجوابيه غونډه كې تېر كال په افغانستان كې د ترياكو د توليد كمېدو علت وچكالي وبلله.
دى اندېښنه څرګندوي، چې د وچكالۍ په ختمېدو سره به سږ كال يو ځل بيا په افغانستان كې د ترياكو توليد زيات شي.
د سوپكو په وينا، په افغانستان كې تراوسه د نشه يي توكو په ضد د مبارزې په برخه كې نهه ميليارده ډالر لګول شوي، خو ګټوره پايله يې نه ده لرلې.
د يادونې وړ ده، چې ډېرى كوكنار د وسله والو طالبانو تر كنټرول لاندې سيمو كې كرل كېږي او دا ډله هر كال د نشه يي توكو د كښت او توليد له دركه سلګونه ميليونه ډالر عايد ترلاسه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA