روسي جنګي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سوريې په شمالي ادليب ولايت کې د جبهة النصره پر سنګرونو ۱۴ هوايي بريدونه کړي دي.
نن د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، په دې بريدونو کې يو شمېر وسله وال وژل شوي او د وسلو يو زېرمتون هم له منځه وړل شوی دى.
ادليب د سوريې يوازينی هغه ولايت دی، چې کابو ټول لا هم د وسله والو په ولکه کې دی او هلته ګڼ مرکزونه لري.
ادليب له هغه وروسته په بشپړ ډول د وسله والو لاس ته وغورځېد، چې څو ډلو په خپل منځ کې يووالی وکړ او د جيش الفتح په نوم ټلواله يې رامنځته کړه.
دا ټلواله د يو شمېر هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر او ترکيې ملاتړ هم له ځان سره لري.
د راپورونو له مخې، په سوريه کې د جګړې کابو ټوله وسله ادليب ته ټوله شوې او ځينې خو دغه ولايت د وسلو ګودام ګڼي.


