نامعلومو وسله والو د غزني د امنيه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير ترور كړى دى.
د غزني د امنيه قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې كله چې محمد شاه پور بختياري له كوره دندې ته روان و، د كډوالو ښارګوټي په سيمه كې د تومانچي په وسيله په نښه شو او خپل ژوند يې له لاسه وركړ.
سيرت وايي، تر دې دمه د پېښې د عاملينو هويت معلوم نه دى او په اړه يې څېړنې روانې دي.
پر بختياري د بريد مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى.
د يادونې وړ ده، چې هېوادوال د ترور پېښو زياتېدو اندېښمن كړي او له امنيتي بنسټونو غواړي، چې د دا ډول پېښو مخنيوى وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


