جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په كابل كې له درېيو امريكايي سناتورانو سره ليدلي دي.
د ارګ پر ټويټر پاڼه ليكل شوي، جمهور رئيس غني له ډوګ جونز، جك ريډ او جين شاهين سره وكتل او دواړو لورو د افغانستان د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو، سولې بهير او دولتي اصلاحاتو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وكړې.
يادو امريكايي سناتورانو د افغانستان د جمهوري رياست له ټاكنو او د سولې له داسې بهيره خپل ملاتړ څرګند كړى، چې افغانان په كې د خپل برخليك واك ولري او د افغان مېرمنو حقونه په كې خوندي وي.
افغان جمهور رئيس په دې ليدنه كې له افغانستان سره د همكارۍ له كبله د امريكا له حكومت او خلكو مننه كړې ده.


