ads

اماراتو د سوډان د انتقالي پوځي شورا هرکلی وکړ

د سوډان له انتقالي پوځي شورا د سعودي عربستان تر ملاتړ وروسته متحده عربي اماراتو هم د عبدالفتاح البرهان په مشرۍ دا شورا ستايلې او هيله يې څرګنده کړې، چې دا شورا به د خلکو له خوښې سره سم د امنيت، ثبات او پراختيا په برخه کې لازم ګامونه واخلي.

نویسنده: mayar
25 وری 1398

د اماراتو د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دوی په دې تاريخي شېبې کې په سوډان کې بدلونونه له نېږدې څاري او د سوډان د ملت او پوځ پر وړتيا باور لري.
په سوډان کې د خلکو له پراخو اعتراضونو وروسته د دغه هېواد د دفاع وزير عوض بن عوف د وضعيت د کنټرول لپاره جمهور رئيس عمر البشير له واک ګوښه او درې مياشتينى اوربند يې اعلان کړ.
بن عوف همدارنګه اعلان وکړ، چې يوه انتقالي پوځي شورا به د دوو کلونو لپاره د سوډان د حکومتولۍ چارې پر غاړه واخلي او وروسته به بېرته ملکي حکومت کار پيل كړي، خو پر هغه د خلكو نيوکې ډېرې شوې او بالاخره يې د يادې شورا مشري د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ته وسپارله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA