ads

د بغلان امنيه قوماندان ټپي شو

د كورنيو چارو وزارت وايي، د بغلان امنيه قوماندان د دولت د وسله والو مخالفينو په يوه كمين كې ټپي شوى دى.

نویسنده: mayar
24 وری 1398
د بغلان امنيه قوماندان ټپي شو

د كورنيو چارو وزارت وايي، د بغلان امنيه قوماندان د دولت د وسله والو مخالفينو په يوه كمين كې ټپي شوى دى.
دغه وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د بغلان د امنيه قوماندان موټر د مركز پلخمري په بالادوري سيمه كې پر يو كمين ور برابر شو.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې د بغلان امنيه قوماندان له درېيو پوليسو سره يو ځاى ټپي شوى او ژر روغتون ته لېږدول شوى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA