د هرات په غوريان ولسوالۍ كې تېره ورځ په يوه وړوكي سيند كې د ډوبېدو له كبله پنځو نجونو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
په دوى كې څلور يې خويندې او يوه يې ورېره وه او له ۱۵ تر ۲۵ كلونو يې عمرونه لرل.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا نجونې، چې په برناباد كلي كې د وړوكي سيند غاړې ته د تفرېح لپاره تللې وې، د لوښو مينځلو په مهال د بې احتياطۍ له وجې په اوبو كې ډوبې شوې.
ويل كېږي پېښه د جمعې له لمانځه سره هممهاله رامنځته شوې او د يادو نجونو د كورنۍ غړي له پېښې يو ساعت وروسته خبر شوي دي.
وروستيو ورښتونو د سيندونو د اوبو كچه لوړه كړې او د هرات چارواكي د دې ولايت له اوسېدونكو غواړي، چې د تفرېح سيمو ته د تګ په وخت ايمني ټكو ته پاملرنه وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


