۲۰۷ ظفر قول اردو د هرات په زاول ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د يوه مهم قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي.
د دغې قول اردو د مطبوعاتي امريت سرپرست سيد اغا نن كليد ته وويل، طالب قوماندان ملا عبدالرحمن مشهور په حقيار پرون د زاول ولسوالۍ په قلعه رستم سيمه كې د جګړې په ترڅ كې ووژل شو.
د نوموړي په خبره، حقيار په زاول او د هغې په ګاونډيو ولسواليو كې د ترهګريزو بريدونو په ترسره كولو كې كليدي رول درلود.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


