نامعلومو وسله والو په لغمان كې د ولسي جرګې تېرو ټاكنو ته كانديد او مدني فعال شېرزاد ساپى وژلى دى.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي كليد ته وويل، پېښه نن له غرمې وړاندې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، د پېښې په تړاو څوک نيول شوي نه دي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
پر شېرزاد ساپي د بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


