ads

په غزني كې يوه پوليس درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

هغه پوليس، چې هوايي ډزو يې په غزني كې درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله، ونيول شو.
د غزني ولايت مقام د رسنيو له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د غزني په دروازه كې دغه موظف پوليس د جمعې په ورځ له غرمې وروسته، كله چې د واده د موټرونو كاروان يادې دروازې ته د نېږدې كېدو په حال كې و، د خوښۍ هوايي ډزې وكړې.

نویسنده: mayar
24 وری 1398

د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې يو شاوخوا ۱۰ كلن ماشوم ووژل شو او دوه نور ماشومان ټپيان شول.
د خبرپاڼې له مخې، د نيول شوي پوليس دوسيه به ترتيب او عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
بايد وويل شي، چې تر دې مخكې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د خوښۍ هوايي ډزو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA