ads

د ننګرهار پر شېرزادو ولسوالۍ د طالبانو ډله ييز بريد پاى ته ورسېد

د ننګرهار پر شېرزادو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو سره پاى ته ورسېد.

نویسنده: mayar
24 وری 1398
د ننګرهار پر شېرزادو ولسوالۍ د طالبانو ډله ييز بريد پاى ته ورسېد

د ننګرهار پر شېرزادو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو سره پاى ته ورسېد.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ ودانۍ ته نېږدې د باروړونکو موټرونو په وسيله دوه ځانمرګي موټربم بريدونه وكړل او وروسته يې له امنيتي ځواكونو سره جګړه پيل كړه.
د نوموړي په خبره، په جګړه كې ۲۷ طالبان ووژل شول او ۳۲ تنه نور ټپيان دي.
خوږياڼي زياته كړه، د نښتې په مهال دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او اته تنه نور ژوبل دي، چې د دوو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.
وسله والو طالبانو بيا د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ كې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA