د جرمونو نړيوالې محکمې يا آى سي سي د افغانستان د تاوتريخوالي په ترڅ کې د جنگي جرمونو او بشر ضد جنايتونو په اړه د پلټنو پيلولو غوښتنه رد کړې ده.
په دې غوښتنه كې، چې په ۲۰۱۷م ميلادي كال د يادې محکمې د مدافع وکيلې فاټو بنسوډا لخوا مطرح شوې وه، په افغانستان کې د مېشتو امريكايي سرتېرو د جرمي تورونو په تړاو پلټنې هم شاملې وې.
د جرمونو نړيوالې محکمې د دغې غوښتنې د ردولو په هكله تصميم د جمعې په ورځ اعلان کړ او ويې ويل، په دې اړه د پلټنو پيل عدالت نه شي ټينګولاى، ځکه په باور يې، د امريکا او افغان سيمه ييزو قوماندانانو په گډون په افغانستان کې ښکېل اړخونه به په دې تړاو لازمه همکاري ونه کړي.
د بښنې نړيوال سازمان دا تصميم ټكان وركوونكى بللى او ويلي يې دي، چې په افغانستان كې د څېړنو د غوښتنې ردول به د جرمونو د نړيوالې محكمې باور زيانمن كړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون هم په دې اړه اندېښنه څرګنده كړې ده.
د دغه كمېسيون رئيسې سيما سمر اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې د جرمونو د نړيوالې محكمې له لوري د يادې غوښتنې ردېدل د عدالت د ټينګښت لپاره موجودې لږې هيله مندۍ ته هم زيان رسوي.
خو د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دې محكمې د پرېكړې هركلى كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


