داودزى: حكومت د طالبانو په ضد هېڅ ډول عمليات اعلان كړي نه دي

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى وايي، د ملي يووالي حكومت د وسله والو طالبانو په ضد هېڅ ډول عمليات اعلان كړي نه دي.