ads

داودزى: حكومت د طالبانو په ضد هېڅ ډول عمليات اعلان كړي نه دي

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى وايي، د ملي يووالي حكومت د وسله والو طالبانو په ضد هېڅ ډول عمليات اعلان كړي نه دي.

نویسنده: mayar
24 وری 1398

ده نن يوې خبري غونډې ته وويل، افغان حكومت د سولې غوښتونكى دى او د دوحې غونډې ته د يوه ګډ پلاوي د لېږلو لپاره چمتووالى ښيي، چې د ملي يووالي حكومت د سولې پلوى دى.
داودزي د دې په څرګندولو سره، چې د سولې مذاكراتو په جريان كې د جګړې اعلان مناسب نه دى، له طالبانو وغوښتل، چې د خپلو پسرلنيو عملياتو اعلان بېرته واخلي او له افغان حكومت سره مخامخ خبرو ته كېني.
ټاكل شوې په راتلونكو څو ورځو كې په لومړي ځل د ملي يووالي حكومت او سياسيونو يو ګډ پلاوى د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو له استازو سره د سولې مخامخ خبرې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA