ads

خليلزاد د وسله والو طالبانو پسرلني عمليات وغندل

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو د پيل د غندلو ترڅنګ وايي، افغانان، پاكستان، قطر او نور هغه هېوادونه هم، چې په افغانستان كې د سولې ټينګېدو غوښتونكي دي، بايد دا عمليات وغندي.

نویسنده: mayar
24 وری 1398
خليلزاد د وسله والو طالبانو پسرلني عمليات وغندل

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو د پيل د غندلو ترڅنګ وايي، افغانان، پاكستان، قطر او نور هغه هېوادونه هم، چې په افغانستان كې د سولې ټينګېدو غوښتونكي دي، بايد دا عمليات وغندي.
طالبانو د جمعې په ورځ كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې په هېواد كې د الفتح په نوم د پسرلنيو عملياتو د پيل خبر وركړ.
خليلزاد د دې په غبرګون كې پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د افغانستان خلكو په صراحت سره د سولې ټينګېدو په تړاو خپله غوښتنه مطرح كړه، خو د طالبانو مشرانو د پسرلنيو عملياتو په اعلانولو سره د افغانانو د غوښتنې په وړاندې خپله بې تفاوتي څرګنده كړه.
نوموړى د دې په بيانولو سره، چې د طالبانو پسرلني عمليات به د نور زيات درد، خفګان او درنې مرګ ژوبلې سبب شي، د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو غواړي، چې غيرې ضروري تاوتريخوالى پاى ته ورسوي او پر ځاى يې بين الافغاني مذاكراتو ته مخه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي دفاع وزارت د طالبانو پسرلني عمليات د دغې ډلې تبليغات بللي او ويلي يې دي، طالبان هڅه كوي په دې اقدام سره خپلو جنګياليو ته دروغجنه روحيه وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA