ads

تر ۲۰۲۰م كاله ۵۰۰ زرو نارسمي ښاري كورونو ته د ملكيت سندونه وېشل كېږي

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت وايي، تر ۲۰۲۰م ميلادي كاله به ۵۰۰ زرو نارسمي ښاري كورونو ته د ملكيت سندونه ووېشل شي.

نویسنده: mayar
24 وری 1398
تر ۲۰۲۰م كاله ۵۰۰ زرو نارسمي ښاري كورونو ته د ملكيت سندونه وېشل كېږي

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت وايي، تر ۲۰۲۰م ميلادي كاله به ۵۰۰ زرو نارسمي ښاري كورونو ته د ملكيت سندونه ووېشل شي.
د دغه وزارت سرپرست محمد جواد پيكار نن ملت ته د حكومت د حساب وركولو پروګرام په دوام كې وويل، د ملكيت د مصئونيت د ټينګښت، د ټولګټو پروژو د پلي كولو او د هېواد د زميندارۍ نظام د عصري كولو لپاره د حكومت ژمنه د عملي كېدو په حال كې ده.
هغه د عامه او دولتي ودانيو د ډيزاين او مديريت مركز رامنځته كول او ځينې نور كارونه په روان ۱۳۹۸يم لمريز كال كې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت له مهمو پلانونو څخه ياد كړل.
پيكار د ۵۰۰ زره جريبه دولتي ځمكې بېرته راګرځول، د ۱۸۸۲۳ غاصبينو پېژندل او عدلي او قضايي ارګانونو ته له هغوى څخه د ۱۵۸۳۱ تنو معرفي كول د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA