د ملي يووالي حكومت په پاكستان كې شوې پرونۍ چاودنه، چې له كبله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، غندلې ده.
اجرائيه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ترهګرو او جنايتكارانو وښوده، چې په تروريستي كړنو، وژنو او وينې تويولو كې پوله نه پېژني او د نړۍ او سيمې د ټولو ملتونو په وړاندې ګواښ دي.
د سرچينې په وينا، د افغانستان خلكو، چې له كلونو راهيسې د افراطي او تروريستي ډلو د ړندو هدفونو قرباني دي، د بل هر هېواد له وګړو څخه يې له ترهګرۍ زيات زيان ليدلى او له دا ډول پېښو رامنځته شوى درد او خفګان ډېر درك كوي.
اجرائيه رياست د يادې چاودنې د غندلو ترڅنګ د ترهګرۍ په ضد پر بې توپيره مبارزې ټينګار كړى دى.
د جمعې په سهار د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوېټې د هزارګنجي سيمې په سبزۍ منډيي كې د كچالو په يوې بوجۍ كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو چاودنې د امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل او ۴۸ نور يې ټپيان كړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


