د ملي يووالي حكومت وايي، د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان په هېواد كې د دوى د ناروا جګړې د دوام نښه ده او دا جګړه ييز اقدام په سختو ټكو غندي.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دى.
په دې خبرپاڼه كې، چې نن خپره شوې راغلي، د افغانستان خلک او حکومت له هغو افغان ځوانانو، چې د طالبانو په جنګي ليکو کې دي او د دغې ډلې د رهبرۍ او سيمه ييزو ملاتړو د قدرت طلبانه هدفونو وسيله شوي، غوښتنه كوي، چې د هغوى په خبرو ونه غولېږي او نور دې د خپلو مسلمانو خويندو او وروڼو ترمنځ د وېرې او وحشت رامنځته كولو لپاره د پرديو وسيله نه ګرځي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان خلک او حکومت د طالبانو د ډلې له هغو مشرانو او غړو، چې د افغانانو په وړاندې د دغې جګړې له اعلان سره مخالف دي، غواړي د خپلو مسلمانو خلکو ترڅنګ ودرېږي او د ياد ناروا اقدام په ضد خپل غږ پورته کړي.
د سرچينې په وينا، په داسې حال کې، چې د افغانستان حکومت چمتو دى د خپلې هرې لوېشت خاورې او د خپل هېواد د هر وګړي په کلکه دفاع وکړي، يو ځل بيا د طالبانو له مشرانو غواړي، چې له ناروا او تحميلي جګړې دې لاس واخلي او د سولې مذاکراتو لپاره دې يې له قيد او شرط پرته بلنې ته لبيک ووايي.


