ads

په پاكستان كې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوېټې د هزارګنجي سيمې په سبزۍ منډيي كې چاودنې د امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي او ۴۸ نور يې ټپيان كړي دي.

نویسنده: mayar
23 وری 1398
په پاكستان كې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوېټې د هزارګنجي سيمې په سبزۍ منډيي كې چاودنې د امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي او ۴۸ نور يې ټپيان كړي دي.
راپورونه وايي، چاودنه د كچالو په يوې بوجۍ كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو له كبله شوې ده.
د چارواكو په وينا، په پېښه كې هزاره لږګي په نښه شوي دي.
چاودنه دومره زوروره وه، چې غږ يې د کوېټې په لرې سيمو كې اورېدل شوى دى.
د پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA