په غزني كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په نښتو كې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولايت مقام د رسنيو له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ولايت د مرکز او خواجه عمري، قره باغ او مقر ولسواليو په مربوطاتو كې د طالبانو پنځه مورده تحرکات او بريدونه په شا وتمبول.
د سرچينې په خبره، په ترسره شويو نښتو کې اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، د نښتې په مهال د غزني د مركز په سيد جلال امنيتي پوسته كې دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او يو بل ژوبل دى.
سرچينه وايي، په نورو سيمو کې په شويو نښتو كې امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو بيا په غزني كې د يوې امنيتي پوستې د نيولو او يو شمېر افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.


