ads

وسله والو طالبانو د الفتح په نوم پسرلني عمليات پيل كړل

وسله والو طالبانو د الفتح په نوم د خپلو پسرلنيو عملياتو د پيلولو اعلان وكړ.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد لخوا نن سهار كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، طالب جنګيالي بايد د خلكو د سر او مال او همدارنګه د عامه شتمنيو او ټولګټو تاسيساتو ساتنه خپله دنده وبولي.

نویسنده: mayar
23 وری 1398

د ملي دفاع وزارت د طالبانو ياد اعلان پروپاګنډ بللى دى.
بايد وويل شي، چې افغان ځواكونو هم د روان لمريز كال له پيله د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف د خالد په نوم پسرلني عمليات پيل كړي او امنيتي چارواكي يې بريالي يادوي.
امنيتي چارواكي وايي، د خالد په نوم پوځي عمليات تهاجمي دي او هڅه كېږي، چې په ترڅ كې يې د تروريستي ډلو مركزونه په نښه او له منځه يووړل شي.
طالبان او افغان حكومت په داسې حال كې د يو بل په ضد پوځي عمليات مخته وړي، چې د سولې مخامخ خبرو ته د دواړو لوريو د كېنولو هڅې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA