ads

سعودي عربستان يوه پاكستانۍ جوړه اعدام كړه

د سعودي عربستان حکومت د پنجشنبې په ورځ يوه پاكستانۍ ښځه او د هغې مېړه دغه هېواد ته د هيرويينو د قاچاق په جرم اعدام کړل.

نویسنده: mayar
23 وری 1398
سعودي عربستان يوه پاكستانۍ جوړه اعدام كړه

د سعودي عربستان حکومت د پنجشنبې په ورځ يوه پاكستانۍ ښځه او د هغې مېړه دغه هېواد ته د هيرويينو د قاچاق په جرم اعدام کړل.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وايي، دا جوړه په جدې كې اعدام شوه.
سرچينه زياتوي، فاطمه اعجاز او محمد مصطفى هغه وخت نيول شوي وو، چې سعودي عربستان ته يې د هيرويينو قاچاق کاوه.
دوى ته محکمې د مرگ سزا اورولې وه.
په سعودي عربستان كې دا مهال له ۲۱۰۰ زيات پاكستانيان بنديان دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA