ads

د ننګرهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ننګرهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.

نویسنده: mayar
23 وری 1398
د ننګرهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ننګرهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.
د دغه كمېسيون د خبرپاڼې پر بنسټ، چې تېره شپه ناوخته يې خپره كړې، عبدالکريم کريمي، فريدون خان مومند، ملک قيص نوراغا ملکزي، عبدالروف شپون، امير محمد يار، نبي الله باز، ميرويس ياسيني، حضرت علي، ابرارالله مراد، نياز ولي مسلم، ارين يون، ليلما ولي حکمي، سايمې خوږياڼۍ او انيسې عمراني په دغه ولايت كې تر نورو كانديدانو ډېرې رايې ترلاسه كړي او ولسي جرګې ته بريالي شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون تراوسه د ۲۴ ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې له خلكو سره شريكې كړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA