ads

د طالبانو مركچي پلاوى د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېسته ووت

وسله وال طالبان ادعا كوي، چې له امريكا سره د دوى د سولې خبرو مركچي پلاوى د نهو مياشتو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېسته ايستل شوى دى.

نویسنده: mayar
23 وری 1398
د طالبانو مركچي پلاوى د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېسته ووت

وسله وال طالبان ادعا كوي، چې له امريكا سره د دوى د سولې خبرو مركچي پلاوى د نهو مياشتو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېسته ايستل شوى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېسته د دې ډلې په ايستل شويو ۱۴ كسانو كې په قطر كې د دوى د سياسي دفتر رئيس او د طالبانو د رهبر سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر هم شامل دى.
د ملګرو ملتونو سازمان تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
د يادولو ده، چې ملا برادر په ۲۰۱۰م ميلادي كال كې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونيول او د ۲۰۱۸م كال په اکټوبر مياشت کې له بنده خوشې شو.
نوموړي ته د تېر لمريز كال په سلواغې مياشت كې په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر مشري ور له غاړې شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA