د وسله والو طالبانو له لوري د سره صليب د نړيوالې كمېټې او د روغتيا د نړيوال سازمان پر فعاليتونو تر بنديز لګولو وروسته يادې كمېټې په افغانستان كې خپل فعاليتونه ودرول.
د سره صليب د نړيوالې كمېټې رسنيز مسوول روبين واودا وايي، تر هغه وخته، چې د دوى د كار كوونكو د خونديتوب موضوع حل نه شي، فعاليتونه به يې درېدلي وي.
نوموړى زياتوي، دوى هڅه كوي دا ستونزه له طالبانو سره د خبرو له لارې هواره كړي.
مخكې طالبانو په هغو سيمو كې، چې تر كنټرول لاندې يې دي، د سره صليب د نړيوالې كمېټې او د روغتيا د نړيوال سازمان پر فعاليتونو بنديز ولګاوه.
طالبانو وويل، د سره صليب نړيوالې كمېټې ورسره پر كړو ژمنو سم عمل نه دى كړى او د روغتيا نړيوال سازمان هم شكمن فعاليتونه كوي.
د روغتيا نړيوال سازمان تر دا مهاله په دې تړاو غبرګون نه دى ښودلى، خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د سره صليب د نړيوالې كمېټې د فعاليتونو ځنډېدل د ملكي كسانو درملنه ستونزمنوي.
سرچينه د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي، چې په هېواد كې د خيريه موسسو د فعاليتونو مخه ونه نيسي.


