ads

کېم جونګ اون: د اقتصادي پرمختګ له لارې بنديز لګوونکو ته سخت ځواب ورکوو

د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون وايي، هېواد به يې پر ځان د بساينې او اقتصادي پرمختګ له لارې پر دوی بنديز لګوونکو ته سخت ځواب ورکړي.

نویسنده: mayar
22 وری 1398
کېم جونګ اون: د اقتصادي پرمختګ له لارې بنديز لګوونکو ته سخت ځواب ورکوو

د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون وايي، هېواد به يې پر ځان د بساينې او اقتصادي پرمختګ له لارې پر دوی بنديز لګوونکو ته سخت ځواب ورکړي.
اون ويلي، دوی بايد د ځواک، تکنالوژۍ او خپلو سرچينو له لارې هغوی ته سخته ضربه ورکړي چې په دې هېواد يې بنديزونه لګولي دي.
د شمالي کوريا مشر په تېرو ورځو او اوونيو کې په دې هېواد د بنديزونو په لرې کولو يا کمولو ټينګار کړی دی او په ويتنام کې يې له امريکايي جمهور رييس سره په خبرو کې هم دا غوښتنه په جدي ډول مطرح کړې وه خو تر دې مهاله ورته پام نه دی شوی.
نوموړي په وروستيو ورځو کې له يو شمېر اقتصادي پروژو لکه، تجارتي مرکز، تورېستي تمځايونو او له چين سره نېږدې اقتصادي بازار څخه ليدنه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA