امریکا وایي په افغانستان کې یې ګټې له طالبانو سره د خبرو له لارې تامینېدلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له طالبانو سره خبرې روانې دي او د هر ډول تصامیمو په اړه به افغان حکومت په جریان کې وي.
مایک پومپیو د امریکا سنا جرګې ته په خبرو کې د یوې پوښتنې پرمهال ویلي، چې له طالبانو سره په خبرو کې د حکومت نقش په پام کې نیسي.
دده په خبره په افغانستان کې د امریکا لاس ته راوړنې مهمې دي او طالبانو ته په کار ده، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
هغه همدا راز ویلي امریکا به اجازه ور نه کړي، چې ترهګرې ډلې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېږي.
نوموړی وروسته له هغه د سنا جرګې ته ورغی چې پرون سناتورانو له بهرنیو چارو وزارته په یو لیک کې د دوحې خبرو په اړه معلومات وغوښتل.
پومپیو ویلي، له طالبانو سره د قطر په خبرو کې پرمختګونه شوي دي خو لا کوم تړون نه دی شوی او دوی تمه لري چې هر څه ژر یو تړون لاسلیک کړي.


