ads

روان کال له ايران او پاکستانه ۱۰۰ زره افغان کډوال راستانه شوي

د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه سل زره افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي دي.

نویسنده: mayar
22 وری 1398
روان کال له ايران او پاکستانه ۱۰۰ زره افغان کډوال راستانه شوي

د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه سل زره افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، چې د روان کال له پیله بیا تر یوې اونۍ وړاندې پورې له پاکستان او ایران تر سلو زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې راځي چې د تېر ژمي په را رسېدو له پاکستان د کډوالو د تګ لړۍ ځنډول شوې وه، خو اوس بېرته پيل شوې.
له ایران بیا د ژمي په موسم کې هم کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. یادې ادارې ویلي، دوی هیله لري چې ټول افغانان خپل هېواد ته ستانه شي او په دې توګه د خپل هېواد په ثبات او سوکالۍ کې ونډه واخلي.
په راپور کې راځي چې د کډوالو نړیوالې ادارې تر خپلې وسې او له خپلو معیارونو سره سم له ټولو راستنو شوو کډوالو سره خپلې مرستې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA