ads

د چين سفير: د وينزويلا کړکېچ بايد خپله وينزويلايان حل کړي

په ملګرو ملتونو کې د چين سفير ويلي، د وينزويلا ستونزه بايد خپله وينزويلايان حل کړي.
نوموړي د دې هېواد له دولت او مخالفينو غوښتنه وکړه چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.

نویسنده: mayar
22 وری 1398
د چين سفير: د وينزويلا کړکېچ بايد خپله وينزويلايان حل کړي

په ملګرو ملتونو کې د چين سفير ويلي، د وينزويلا ستونزه بايد خپله وينزويلايان حل کړي.
نوموړي د دې هېواد له دولت او مخالفينو غوښتنه وکړه چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.
هغه امريکا او روسيې ته په اشارې ټينګار وکړ چې د وينزويلا چارې بايد خپله د وينزويلايانو له لوري مديريت شي.
چين ويلي، دوی د جمهور ريیس نيکولاس مادورو په مشرۍ د وينزويلا له خپلواکۍ او ملي حاکميت ملاتړ کوي.
چين داسې مهال د مادورو ملاتړ کوي چې په وروستيو کې په دغه هېواد کې سياسي کړکيچ اوج ته رسېدلی، روسيې او يو شمېر نورو هېوادونو د جمهور ريیس نيکولاس مادرو او امريکا او ملګرو يې بيا د اپوزېسيون د مشر خوان ګوايدو چې هغه هم خپله ځان جمهور ريیس اعلان کړی ملاتړ اعلان کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA