ads

د پخلاينې د رهبرۍ شورا د بين الافغاني خبرو نېټه اعلان کړه

ټاکل شوې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د اپرېل د میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې ترسره شي.

نویسنده: mayar
22 وری 1398
د پخلاينې د رهبرۍ شورا د بين الافغاني خبرو نېټه اعلان کړه

ټاکل شوې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د اپرېل د میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې ترسره شي.
د افغانستان د پخلاینې د رهبرۍ شورا پرون په خپله دوهمه ناسته کې پرېکړه وکړه چې د قطر بین الافغاني ناسته به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
د دې شورا ویاند محمد عمر داودزي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شورا په دوهمه ناسته کې د قطر د غونډې په تیاریو او له طالبانو سره د خبرو لپاره د پلاوي په ترکیب هم بحثونه وشول.
له بل لوري یوې حکومتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، ويلي چې په دې ناسته کې د سولې په پروسه کې په سرو کرښو هم بحثونه وشول.
د دغې سرچینې په خبره، اسلامي جمهوري نظام، ټاکنې، د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ ساتنه، د اوربند ډول او د اسلامي احکامو پلي کول هغه موارد وو چې د سرو کرښو په توګه یاد شول.
د پخلایني د رهبرۍ شورا په دوهمه ناسته کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترڅنګ پخواني جمهور ريیس حامد کرزي، عبد رب رسول سیاف، محمد محقق، یونس قانوني او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو برخه اخیستې وه، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کې حضور نه درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA