ads

جمهور ريیس غني په فارياب کې يو شمېر پروژې پرانيستې

جمهور رييس محمد اشرف غني نن فارياب ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولايت د خلکو له بېلا بېلو قشرونو سره وليدل، يو شمېر پروژې يې پرانيستې او د يو شمېر نورو د بنسټ ډبره يې کېښوده.

نویسنده: mayar
22 وری 1398
جمهور ريیس غني په فارياب کې يو شمېر پروژې پرانيستې

جمهور رييس محمد اشرف غني نن فارياب ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولايت د خلکو له بېلا بېلو قشرونو سره وليدل، يو شمېر پروژې يې پرانيستې او د يو شمېر نورو د بنسټ ډبره يې کېښوده.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپرو شوو خبرپاڼو کې د جمهور ريیس غني له قوله راغلي چې فارياب د لومړی درجه ولايت ټول شرايط پوره کړي او ډېر ژر به لومړۍ درجې ته ارتقا وکړي.
جمهوررئیس د دې ولایت نسايي ولادي روغتون د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.
غني دغه راز د ميمنې ښار د اوبو رسولو پروژې د کار پرانیسته وکړه او د امام ابو حنيفه مسجد او د پروفیسور غلام محمد میمنه ګي دفرهنګي مجتمع د بنسټ ډبره يې کېښوده.
غني د فارياب خلکو ته په خطاب کې وويل، دغه ولايت په واقعي ډول قانون محور او د افغانستان کوچنۍ نمونه ده چې ټول قومونه په کې د یو او بل ترڅنګ د ورورولۍ ژوند کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA