ads

په کاپيسا کې د لاسي بم چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کاپیسا سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په ده بابا علي څلورلارې کې د چاودنې له کبله يو ملکی وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

نویسنده: mayar
21 وری 1398
په کاپيسا کې د لاسي بم چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کاپیسا سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په ده بابا علي څلورلارې کې د چاودنې له کبله يو ملکی وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
د چارواکو په خبره دغه چاودنه تېر ماښام د لاسي بم په وسيله رامنځته شوې ده.
د کاپیسا د پولیسو وياند عبدالشايق شورش وايي، نامعلومو وسله والو په دې څلورلارې کې په خلکو د لاسي بم بريد کړی، يو تن پکې وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، د دې پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA