ads

په ننګرهار کې ۸ وسله وال نيول شوي

په ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۸ تنه داعش او طالب وسله وال ژوندي نیولي دي.

نویسنده: mayar
21 وری 1398
په ننګرهار کې ۸ وسله وال نيول شوي

په ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۸ تنه داعش او طالب وسله وال ژوندي نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست نن نیول شوي طالب او داعش وسله وال د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل.
والي شامحمود میاخیل د خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل، په نیول شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو د یو سرګروپ په ګډون درې طالب او پنځه داعش وسله وال شامل دي.
نوموړی وایي، یادو کسانو به په جلال اباد ښار کې ترهګریز فعالیتونه کول، چې په خبره یې له نیول شویو کسانو سره ریموټ کنترول بمونه، بې غږه تفنګچه چسپکي ماینونه او یو شمیر نورې مهمات هم نیول شوي دي.
یاد کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې په روانه اونۍ کې په جلال اباد ښار کې شپږ چاودنې شوې او له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA