ads

په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټلوېزيون مشر خوشي شو

په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزيون مشر انجنير زلمی لطيفي د وسله والو له منګولو ازاد او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.

نویسنده: mayar
21 وری 1398
په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټلوېزيون مشر خوشي شو

په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزيون مشر انجنير زلمی لطيفي د وسله والو له منګولو ازاد او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.
هغه پنځه مياشتې وړاندې د جلال اباد له ښاره نامعلومو وسله والو تښتولی و.
د انعکاس ټلوېزيون يوه خبريال اکمل ظاهر کليد ته وويل، چې نوموړی پرون خوشي شوی او روغتيايي وضعيت يې هم د ډاډ وړ دی.
انجنير زلمی تر دې وړاندې د ننګرهار د ملي ټلوېزيون رييس هم پاتې شوی او اوس مهال د انعکاس خصوصي ټلوېزيون بنسټګر او مشر و چې پنځه مياشتې وړاندې د نامعلومو وسله والو له لوري له جلال اباد ښاره وتښتول شو.
تر دې مهاله څرګنده چې نوموړی څه ډول د وسله والو له منګولو خوشي شوی دی.
له بل لوري د ننګرهار پوليس وايي، هڅه کوي ژر تر ژره د نوموړي تښتوونکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA