د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي وايي، امریکا د ترورېستي ډلو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شاملولو سره ناوړه ګام پورته کړی دی.د ایران دولتي ټلوېزیون د خامنهاي له قوله ویلي دي چې سپاه پاسداران د ایران د دښمنانو ضد جبهه ده.
د ایران جمهور رييس حسن روحاني هم د ترورېستي ډلو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا پرېکړه غندلې ده. روحاني په یوې ټلوېزیوني وینا کې ویلي، د امریکا دا پرېکړه یوه خطا ده او متحده ایالات د نړۍ د ترورېزم رښتینی مشر دی. د امریکا جمهور رييس ډونالد ټرمپ د ایران سپاه پاسداران ځواک د نړیوالو ترورېستي ډلو په لېست کې شامل کړ. دا لومړی ځل دی چې امریکا د یوه بل هېواد پوځ په ترورېستي لېست کې شاملوي.


