ads

د امريکا کانګرس: پمپيو د افغان سولې پروسې په تړاو معلومات نه راکوي

د امریکا په کانګرس کې ځینو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر مایک پمپیو نيوکه کړې چې زلمی خلیزاد نه پرېږدي د کانګرس غړو ته له طالبانو سره د سولې د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي.

نویسنده: mayar
21 وری 1398

د کانګرس د بهرنۍ کمېټې دیموکراتو غړو پمپیو ته لیک استولی دی او هغه یې تورن کړی دی چې کانګرس ته د افغان سولې د مذاکراتو په اړه په راپور ورکولو کې دلچسپي نلري.
دوی په لیک کې ویلي دي چې ښاغلی خلیلزاد باید امریکا ته له بېرته ستنېدو یوه اونۍ وروسته دغې کمیټې ته راپور ورکړي.
په لیک کې کې راغلي دي چې د بهرنۍ تګلارې په داسې یوې موضوع کې د بهرنیو چارو په وزرات کې د “شفافیت نشتوالی د منلو نه دی او د کانګرس د نظارتي چارو او مکلفیتونو مخه نیسي.”
د روان کال د فبرورۍ په ۲۷ نېټه کله چې مایک پمپیو کانګرس ته له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه راپور ورکاوه، د کانگرس دغو غړو هم انتقاد کړی و چې ولې په خپله خلیلزاد د سولې د روان بهیر په اړه معلومات نه ورکوي.
په لیک کې دا هم ویل شوي دي چې ښاغلي پمپیو اندېښنه ښودلې وه که د سولې د روانو مذاکراتو په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړل شي، دا (محرم) معلومات به افشا شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA