ads

په پروان كې اوو امريكايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پروان په بګرام ولسوالۍ كې موټر بم ځانمرګي بريد اوو امريكايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
20 وری 1398
په پروان كې اوو امريكايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پروان په بګرام ولسوالۍ كې موټر بم ځانمرګي بريد اوو امريكايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په افغانستان كې مېشتو امريكايي ځواكونو تاييد كړې، چې په دغه بريد كې يې څلور سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
په همدې حال كې د پروان د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالسليم نوري وايي، ځانمرګي بريد كوونكي تېر مازديګر شاوخوا پنځه بجې او ۴۰ دقيقې د بګرام ولسوالۍ د باريك اب پل په سيمه كې بهرني سرتېري، چې د ګزمې په حال كې وو، په نښه كړل.
د ياد موټر بم ځانمرګي بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې د ميدان وردګ اوسېدونكي نصيب الله الياس ترسره كړى دى.
دې ډلې كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ادعا كړې، چې د دوشنبې د مازديګر په موټر بم ځانمرګي بريد كې د امريكايي ځواكونو دوه زغره وال ټانكونه له منځه تللي، شپږ امريكايي سرتېري وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA