په تخار كې د بېوزلۍ او بې كارۍ له كبله يوه ځوان ځانوژنه وکړه

د تخار ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په مركز تالقان ښار كې يوه ځوان د بېوزلۍ او بې كارۍ له كبله ځان په دار ځړولى او خپل ژوند ته يې د پاى ټكى ايښى دى.