ads

په تخار كې د بېوزلۍ او بې كارۍ له كبله يوه ځوان ځانوژنه وکړه

د تخار ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په مركز تالقان ښار كې يوه ځوان د بېوزلۍ او بې كارۍ له كبله ځان په دار ځړولى او خپل ژوند ته يې د پاى ټكى ايښى دى.

نویسنده: mayar
20 وری 1398
په تخار كې د بېوزلۍ او بې كارۍ له كبله يوه ځوان ځانوژنه وکړه

د تخار ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په مركز تالقان ښار كې يوه ځوان د بېوزلۍ او بې كارۍ له كبله ځان په دار ځړولى او خپل ژوند ته يې د پاى ټكى ايښى دى.
د تخار د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، دا ځوان ۲۵ كلن و، مخكې يې په ايران كې كار كاوه او تازه هېواد ته را ستون شوى و.
د نوموړي په خبره، د كار نشتوالى او د دې ځوان د كورنۍ بد اقتصادي حالت سبب شو، چې هغه تېره شپه ځانوژنه وكړي.
هجري زياته كړه، د دغه هلك پلار هم رواني ستونزه لري.
د بېوزلۍ او بې كارۍ له كبله هر كال زرګونه افغان ځوانان خپل هېواد پرېږدي، چې ډېرى يې د بېلابېلو هېوادونو د سرحدي ځواكونو له لوري نيول كېږي او يا هم د لارې په اوږدو كې خپل ژوند له لاسه وركوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA